فرهنګ

د کتابتونونو چارو د تنظيم مقررې لومړنۍ مسوده بشپړه شوه

۳۰- کابل / د سلواغې ۱۱ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ستر حقوقي سلاکار دلاور نظير زوى په مشرۍ نن د کتابتونونو چارو د تنظیم مقررې د تسويد کمېسيون غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستر حقوقي سلاکار د یادې مقررې په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د کتابتونونو چارو د تنظیم مقرره په ۵ فصلونو او ۳۵ مادو کې برابره شوې ده.
هغه وويل: دغه مقرره د ملي، عامه، خصوصي او اختصاصي کتابتونونو د جوړولو د اړوندو چارو د تنظيمولو، د هېواد په کچه د مطالعې او کتاب لوستلو فرهنګ د ترویج او پراختيا، د هېواد په کچه د کتابتونونو د دندو د تنظيمولو، د ناشرانو، کتاب پلورونکو او مؤلفانو د ملاتړ او د کتابتونونو د فعاليتونو د قانوني کولو او په هغه پورې د اړوندو چارو د سمون په موخه برابره شوې ده.
نظير زوی څرګنده کړه چې دا لومړى ځل دى چې په هېواد کې د کتابتونونو چارو د تنظیم مقرره جوړېږي او په دې مقرره کې د کتابتونونو چارو د لاښه سمون په موخه د کتابتونونو ملي بورډ هم په پام کې نيول شوى دى.
په دې غونډه کې د مقررې د موادو په اړه د کمېسيون غړیو له خبرو او د نظريو له وړاندې کولو وروسته، د کتابتونونو چارو د تنظیم مقررې لومړنۍ مسوده بشپړه شوه.
دغه راز یاده مقرره د نظرغوښتنې او زياتې بډاينې په خاطر د يوې مياشتې لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ويب سايټ کې خپرېږي.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته