ټولنه

ډاکترکمال سادات: ځوانان دې په هغو ژمنو چې د ټولنې په وړاندې يې لري؛ ژمن واوسي

کابل باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه : 
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکترکمال سادات د ځوانانو د پارلمان د غونډې د درېيم پړاو په وروستۍ ورځ وويل چې د پارلمان غړي دې په  هغو ژمنو چې  د ځوانانو په وړاندې يې کړې دي؛ بايد په مسوولانه ډول عمل وکړي.
د باختر آژانس دخبرله مخې:
په دې غونډه کې د ځوانانو د چارو معين د ځوانانو روزنيز پارلمان د هېواد د ځوانانو د استعدادونو د ودې او پياوړتيا لپاره يو مثبت او رغنده ګام وباله.
ده په دې پارلمان کې د وکيلانو ګډون د اوسنيو شرايطو د اړتيا له مخې وباله او زياته يې کړه چې نن ځوانان په هېواد کې له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي. وکيلان مسووليت لري چې د ولايتونو د ځوانانو پروګرامونه او غوښتنې مسوولينو ته پيشنهاد کړي چې د ځوانانو لپاره يو سم چلند په پام کې ونيول شي.
د ځوانانو د چارو معين د ځوانانو دپارلمان په عمومي غونډه کې د ځوانانو د وکيلانو غوښتنې او وړانديزونه واوريدل او د ځوانانو د پنځه کلنۍ ستراتيژۍ په عملي کولو باندې يې ټينګار وکړ .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته