ټولنه

د ښځو نړيواله ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې ونمانځل شوه

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٤ :
د ښځو نړيواله ورځ نن د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې ونمانځل شوه.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د دغه وزارت د جندر آمريت په نوښت جوړه شوې وه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو معين او سرپرست پوهنوال محمد رسول باوري د دغه وزارت کوونکو ښځو او د هېواد ښځو ته د ښځو د نړيوالې ورځې له امله مبارکي وويله او څرګنده يې کړه: ((ښځې بايد په خپل هويت وپيژندل شي؛ نه د دوى د ښځې والي په خاطر.))
پوهنوال محمد رسول باوري دغه راز ټينګار وکړ چې ښځې بايد اقتصادي واکمنتيا پيدا کړي او دغه راز د دوى پوهاوي د دوى د حقوقو د ترلاسه کولو سبب کيږي چې په هېوادکې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالى کمښت ومومي او دا کار هغه وخت تحقق مومي چې په زده کړې د ښځو د لاسرسى کچه زياته شي .
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معينې  پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د ښځو د ورځې له امله د هېواد ټولو ښځو او په تېره بيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکو ښځو ته مبارکي وويله او څرګنده يې کړه: ((د اسلام د مبين دين د لارښوونو له مخې، د انسانانو ترمنځ  د برترۍ معيار تقوا ده او د هغوى ترمنځ هيڅ راز توپير شتون نلري.))
پوهنيارې مژګان مصطفوي زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه هلې ځلې کوي چې د دغه وزارت د ښځينه کارکوونکو ستونزې لرې کړي.
په دې غونډه کې دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين سيدحسين فاضل سانچارکي وويل: ((په هېوادکې ناوړه دودونه او رواجونه ټولنې ته د ښځو د راتګ لپاره فضا نامساعده کړې ده او په هغه برياليتوب آسانه کار نه دى او هر اړخيزو او څو اړخيزو هلوځلو ته اړتيا لري.))
همدا رنګه په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جندر آمرې محبوبې سعادت وويل: ((موږ د بل هېواد په تاريخ کې مبارزې ښځې لرلې چې بايد له هغوى څخه زده کړو او خپل تېر وختونه په ياد کړو. موږ په اوسني عصرکې هم اتلې ښځې لرو چې خپل دوه زامن يې د وطن په لاره کې له لاسه ورکړي دي.))
د دغې غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه هيئت د دغه  وزارت د ښځينه کارکوونکو ستونزې واورېدې او د هغو د حل کولو ژمنه يې وکړه.
د غونډې په پاى کې د پرستار په نامه تمثيلي پارچه د کابل تياتر د ممثلانو له  خوا نندارې ته وړاندې شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته