ټولنه

دځوانانو دچارو معين له ځوانانو څخه وغوښتل چې په راروانو انتخاباتو کې دې کارنده ونډه واخلي .

کابل باختر د تلي څليرويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکترکمال سادات نن په هغې غونډه کې چې دځوانانو پورې ديوشمير  اړوندو بنسټونو له خوا په کابل کې  جوړه شوې ده په راروانو انتخاباتو کې دځوانانو په کارندې ونډې باندې ټينګار وکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې غونډه کې دځوانانو د چارو معين په بېلابېلو برخو  په تيره بيا دهېواد په راتلونکې کې دځوانانو پياوړى ځواک ارزښتناک وباله او له ځوانانو څخه يې وغوښتل چې په راروانو انتخاباتو کې ګډون وکړي او کارنده ونډه واخلي .
ده دروانو انتخاباتو له نوماندانو او دهغوى له پلويانو څخه هم وغوښتل چې دانتخاباتو پايلې ومني او په ټولنه کې دبې نظمي  سبب نه شي .
دغه راز په دې غونډه کې دځوانانو دچارو معين  دکورنيو له مشرانو څخه وغوښتل چې خپلو ميرمنو او لوڼې ته اجازه ورکړي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي  اودخپل  نظر وړ نوماندانانو ته راى ورکړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته