Uncategorized

په هرات کې د زيانمنو شويو کسانو اعتراض پاى ته ورسېد

کابل /د وري ٢٢مه /باختر
هرات ته غځيدلي لويې لارې د دغه ولايت په ګمرک کې د اورلګېدنې له امله د زيانمنو شويو کسانو د اعتصاب په پاى ته رسېدو سره پرانيستل شوې.
زموږ خبريال له هرات څخه خبرورکړ چې د زيانمن شويو کسانو اعتصاب پاى ته رسېدلى او د هرات – تورغندي او د هرات – اسلام قلعه لويې لارې د مساف4434غ4رو او د تجارتي کاروانونو پرمخ پرانيستل شوي دي.
دغه اعتصاب يوه اوونۍ مخکې پيل شوي و چې د خوراکي او سوند توکو د بيو د لوړېدو په ګډون د زياتو ستونزو د رامنځته کېدو سبب شوې و.
هرات ته د ماليې وزارت اود ولسي جرګې د هيئت د سفر سره جوخت او د هرات له والي سره د هيئت په کتنه کې پريکړه وشوه چې د زيانمنوشويو کسانو د غوښتنود څېړنې بهير ګړندى شي او د هغوى زيانونه د ماليې د وزارت له خوا جبيره شي.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته