سیاست

اجرائيه رييس: انتخاباتي اصلاحات د ټولنيز _ سياسي عدالت د تحقق زمينه برابروي

کابل باختر/  دزمري دمياشتې ١١ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رييس نن په کابل کې د سويډن له سفير سره د مخه ښې په کتنه کې په تيرو څوارلسو کلونوکې له افغانستان سره د سويډن همکاري وستايله .
د اجرائيه رياست مطبوعاتي د فتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د هېواد اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وويل: سويډن يو له هغو هېوادونو څخه دى چې په ډيرو سختو شرايطوکې يې د بشردوستانه مرستو په  رسولو سره د افغانستان د خلکو او دولت ترڅنګ دريدلى دى .
د هېواد اجرائيه رئيس د خپلوخبرو په دوام زياته کړه چې په تيرو نږدې څوارلسو کلونوکې سويډن د ښې حکومتوالۍ د سمون ، د قانون د واکمنۍ ، د دموکراسۍ او د بشر د حقوقو د پراخ بنسټه کيدو لپاره ډيرې اغيزمنې مرستې او همکارۍ کړې دي.
د سويډن سفير په افغانستان کې د سياسي ثبات د ساتنې او د دموکراسۍ د پراخ بنسټه کيدو لپاره د ضمانت د پيداکولو په مقصد د هېواد د اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله هلې ځلې وستايلې او د خپل هېواد په زياتې همکارۍ باندې يې ټينګار وکړ.
د هېواد اجرائيه رئيس په دې کتنه کې زياته کړه چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کميسيون د کار پيل د ملي وحدت د حکومت يو ډير مهم ماموريت دى چې ترسره شوى دى.
دغه کميسيون د انتخاباتي اصلاحاتو کار په پوره جديت سره ترسره کوي؛ هغه کار  چې په هيڅ صورت ساده او آسان نه دى؛ بلکې يو سخت او ستونزمن کار دى چې په اجرا کيدو سره يې د هېواد د راتلوونکو انتخاباتو شفافيت تامينيږي او دغه راز په هېوادکې د ټولنيز_ سياسي عدالت د تحقق زمينه هم برابريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته