خبرونهامنیت

په تخار کې يو تن د وژنې په شک ونيول شو

کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
د تخار د امنيې قوماندانۍ پوليسو نن يو تن د تالقانو ښار د يو اوسېدونکي د وژنې په تړاو ونيو.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير باختر آژانس ته وويل چې پوليسو دغه سړى چې څه موده مخکې د تخار يو اوسېدونکى وژلی و، د تالقانو ښار له مربوطاتو څخه ونيو.
د يادونې وړ ده چې د تخار د امنيې قوماندانۍ پوليسو د تېرې يوې اوونۍ په بهير کې خه ناڅه ۱۰ تنه د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تړاو نيولي دي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته