امنیت

دوه تنه په ننګرهارکې له نشه يي توکو سره ونيول شول

کابل باختردتلې دمياشتې١نيټه :
دوه تنه په ننګرهار ولايت کې له نشه يي توکو سره ونيول شول
دغه کسان پرون کله يې چې غوښتل په لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکي يې وليږدوي،  د روداتو ولسوالۍ له مربوطاتو څخه ونيول شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل: له دغوکسانو   څخه څلور ٧٠کيلوګرامه چرس او هيروئين ترلاسه شوي دي .
ده وويل: نيول شويوکسانو دغه نشه يي توکي په دوو موټرونوکې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى کړي وو.
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته