سیاست

سرتاج عزیز د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته په یوه ټیلیفوني اړیکه کې له بې بې سي راډیو سره د خپلې وروستۍ مرکې په اړه وضاحت او ډاډ ورکړ

کابل باختر د لړم  نهه ويشتمه
د ملي امنیت او په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د بې بې سي راډیو له اردو څانګې سره د خپلې مرکې په اړه د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره د یوې ټیلیفونې اړیکې له لارې خبرې وکړې او د خپلې دغې مرکې په اړه یې هغه ته وضاحت ورکړ.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهوري رياست دمطبوعاتي دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
ښاغلي سرتاج عزیز په دغې ټیلیفوني اړیکه کې وویل چی له تروریستانو سره د مبارزې په اړه په دغه مرکه کې زما خبرې له اصلي متن څخه بهر تعریف شوې وې او زما هدف په یو تاریخي چوکاټ کې د تېرو پېښو په اړه و.
هغه څرګنده کړه، د پاکستان اوسنی دریځ دا دی چې دغه هېواد به د ټولو تروریستانو پرخلاف له کوم توپیرپرته اقدام کوي. سرتاج عزیز زیاته کړه چې پاکستان قوي هوډ لري د هغو ګډو ننګونو په وړاندې چې دواړو هېوادونو ته متوجه دي له افغانستان سره له نږدې کار وکړي.
ښاغلي عزیز په دې ټینګار وکړ چې د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف هغې پریکړې ته په بشپړه توګه  ژمن دی چې هیچا ته به دا اجازه ور نه کړي چی خاوره یې د افغانستان پرخلاف استعمال شي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر له سرتاج عزیز سره په دې ټیلیفوني اړیکه کې  په خپل وار وویل چې موږ دا حالت په مطلقه توګه درک کوو، او د دغو ټکو وضاحت او څرګندونه زموږ د ډاد وړ ګرځي.
ښاغلي اتمر وویل: موږ په خپلو ژمنو په کلکه ولاړ یو. اوس چې د داوړو هېوادونو په اړیکو کې د همکارۍ یو نوی فصل پرانیستل شوی دی او تمه مو دا ده چې د ګډو هڅو له لارې وکولای شو خپل ملتونه د جګړې، بې ثباتۍ او د موجودو ننګونو له شر څخه خلاص او سیمې ته سوله ور په برخه کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته