امنیت

دوه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
امنيتي ځواکونو پرون د هيواد په ځينو ولايتونو کې د امنيتي فعاليتونو په بهير کې ٢٢تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو دغزني ، خوست ، سرپل، بدخشان ، ننګرهار ، قندهار او د فارياب د ولايتوونو په مربوطاتوکې يو لړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې ٢٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول، ٢٨ تنه ټپيان او يو شمېر نور د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د لغمان، کونړ، زابل او دپکتيکا د ولايتونو په مربوطاتو کې څلور ماينونه کشف او شنډکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته