نړۍ

دعراق دامنيتي ځواکونو په مقر دځانمرګي بريد له امله ٣٧ تنه ووژل شول

بغداد رويترز  باخترد وږي دمياشتې  ١٠  :
دعراق  په الرمادي ښارکې دامنيتي ځواکونوپه مقر دځانمرګي بريد له امله څه ناڅه  اووه ديرش تنه ووژل شول  .
درويترز دخبري آژانس د خبرله مخې :   دغه بريد  ديو ځانمرګي يرغلګر له خوا  په موټر کې په ايښودل شويو بمونوسره دالرمادي په ښارکې دپوليسو او  داردو دځواکونو  داستوګنې  په يوې  ودانۍ وشو .
دعراق  دروغتيايي اودپوليسو د خبرځايونو دخبرله مخې، دغه  چاودنه  ددوه ويشتو تنو امنيتي ځواکونو اودپنځلسو تنو ملکي وګړو دوژل کيدو سبب شوه.
امنيتي ځواکونو دالانبار ولايت  دالرمادي ښار  په مرکز کې  ددغې نهه پوړيزې ودانۍ  څخه داډې په توګه کار اخلي .
دعراق  ځواکونو له څو کلونو ر ا په دې خوا په رمادي اوفلوجه ښارونو کې دداعش له ډلو سره  جنګيږي .
ددغې  ډلې ياغيان او متحدين يې دفلوجه ښار کنترول په لاس کې لري .
خو رمادي ويشل شوى دى  اوپه  دغه   ښارکې هره  ورځ نښتې  دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته