ټولنه

د ډاډګیرینې پيغام

کابل/ باختر/ د وري دمیاشتې ۴مه
د افغانستان د عالمانو د سراسري شوری د خواخوږۍ او ډاډګیرینې پيغام!
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د دین او وطن دښمنانو یوځل بیا جنایت ترسره کړ او د هلمند ولایت په مرکز کې د دهقان جشن په مراسمو کې چاودنې وکړې چی له امله یې زموږ پنځه بېګناه مسلمان هېوادوال شهیدان او په لسګونو تنه نور ټپیان شول او همدا راز د کندهار ښار د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې یې د ارزګان د خلکو وکیل الحاج عبیدالله بارکزی په شهادت ورساوه .         انا الله و انا الیه راجعون
د افغانستان د عالمانو سراسري شوری دغه وحشیانه او بې رحمانه حملې او وژنې په کلکو ټکو غندي او د انسانیت او اسلامیت خلاف عمل یې بولي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه شهیدانو ته فردوس جنت، ټپیانو ته سملاسي روغتیا او د هغوی کورنیو او دوستانو ته د زړه صبر غواړي او له اړوندو امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه کوي چې د دواړو پېښو عاملین وپېژني او د قانون منګلو ته یې و سپاري او د هېوادوالو د امنیت په ساتلو کې تر پخوا زیاتې هلی ځلې او اقدامات وکړي.
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته