سیاست

جمهوررئیس غني د ولایتي شوراګانو اړتیاوو ته د رسیدو په موخه لازمې لارښوونې وکړې

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٠ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د ۳۴ ولایتونو له والیانو، مشرتابه پلاوي او د ولایتي شوراګانو غړو سره د چارو د ښه تنظیم  او د ولایتي شوراګانو اړتیاوو ته د رسیدو په موخه په ارګ کې د توحید په ملي مرکز کې د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
دجمهوررئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :  په دغه ویډیويي کنفرانس کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د امنیتي سکتور سترو مسوولانو، د کابینې یو شمېر غړو، د جمهوري ریاست یو شمير سلاکارانو او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل حضور درلود، چې په پيل کې جمهوررئیس د خدای تعالی په دربار کې د ټولو شهیدانو ارواح، په ځانګړي ډول د دایکندي د ولایتي شورا غړي ته چې په دې وروستیو کې شهید شوی دی، دعا وکړه.
جمهوررئیس غني د ولایتي شوراګانو څخه له‌دې امله چې د حکومت د برنامو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه یې  له هره اړخه ملاتړ کړی دی، مننه وکړه، هغه د نظام او د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ او د دښمن په ماتولو کې د خلکو او ولایتي شوراګانو نقش مهم وباله. 
د هېواد جمهوررئیس د ولایتي شورګانو د اداري پلاوي سرتاسري او بریالیو ټاکنو له امله چې له مخې یې د شوراګانو د رهبرۍ غړي وټاکل شول، هغوی ته مبارکي ورکړه او په ولایتي شوراګانو کې یې د ښځو ستونزو ته د رسیدګۍ په برخه کې د ښځینه استازو حضور ارزښتمن وباله.
جمهوررئیس د دولتي ادارو په ځانګړي ډول د سیمه‌ییزو بنسټونو ترمنځ همغږۍ ته په
اشارې وویل، په ادارو کې د کاري وضعیت د ښه‌والي په خاطر باید همکارۍ پياوړي
شي، ځکه له دې پرته نه شو بریالي کېدای.
هغه د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت عمومي ریاست، لوی څارنوالۍ، د ټاکنو خپلواک کمېسیون، والیانو او د هغوی مرستیالانو څخه له دې امله مننه وکړه چې د ولایتي شوراګانو د مشرتابه پلاوي ټاکنې په بریالیتوب ترسره شوې.  
جمهوررئیس غني وویل ، د ولایتي شوراګانو هغه وړاندیز شوې بستې یې په خورا دقت مطالعه کړې دي چې څه موده مخکې جمهوري ریاست ته رارسېدلې وې او  په دغو وړاندیزونو کې شاملو موضوعاتو( د اداري ودانیو جوړول،  د ولسي غونډو جوړولو او سفرونو لپاره د کافي بودجې نشتوالی، د حج سهمیه، د نقلیه وسایطو نشتوالی، د ولایتي شوراګانو د غړو او دفترونو د امنیت تامین او د ولایتي شوراګانو د څارنې مقررې تائید)  ته د رسېدو په موخه لازم ګامونه اخېستل شوي دي.
د هېواد جمهوررئیس د کور او ښارجوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د راتلونکو دوو کلونو په اوږدو کې دې په کابل، بامیان، نیمروز، فاریاب، لغمان، نورستان، کندز، غزني، فراه او لوګر ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو ودانۍ جوړې کړې.
هغه مالیې وزارت ته دستور ورکړ چې د یو خاص طرزالعمل له مخې دې د ولسي غونډو جوړولو او سفرونو په خاطر دغو شوراګانو ته ۵۰ میلیون او ۵۳۳ زره افغانۍ تخصیص کړي.
جمهوررئیس د حج او اوقافو وزارت موظف کړ، چې د ولایتي شوراګانو سره متناسب هغوی ته د حج سهمیه په پام کې ونیسي. هغه همدارنګه د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دنده ورکړه چې د ولایتي شوراګانو د غړو د ترانسپورټي ستونزو د لرې کولو په خاطر ۱۷نقلیه وسايط  په ۱۳۹۶کال کې او ۱۷نورې په ۱۳۹۷کال کې  خریداري کړي.
جمهوررئیس غني کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د ولایتي شوراګانو د دفترونو او غړو د لا ښه امنیت په موخه ارزونې ترسره او په اړه یې لازم ګامونه واخلي، په دغه برخه کې دې طرحه چمتو او د ملي امنیت شورا ته وسپاري.
هغه د مقررې د تائید په اړه وویل، دا طرحه د کابینې په اجنډا کې شامله شوې ده او    ژر به تائید شي.
جمهوررئیس د ولایتي شوراګانو له غړو وغوښتل چې په ولسي ناستو کې دې د دښمن د توطیو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي، فساد او د ځمکو غصب سره مبارزه او د خلکو او حکومت ترمنځ دې د اړیکو په پياوړي کولو کې لا زیاتې هڅې وکړي.
په دغه ویډیويي کنفرانس کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د شهیدانو روح ته       د دعا تر څنګ د ولایتي شوراګانو له غړو څخه له دې امله مننه وکړه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ یې کړی دی او د هغوی د لا بریالیتوب هیله یې وکړه.
هغه په بریالیتوب سره د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکنو ته په اشارې د ولایتي شوراګانو اداري پلاوو ته د ټاکنو مبارکي ورکړه. ا
جرائیه رئیس د ادارو ترمنځ پر لا همغږۍ ټینګار وکړ او د همکارۍ تازه روحیه یې وستایله.
اجرائیه رئیس د ولایتي شوراګانو غړو ته په خطاب کې وویل: تاسې د ملت او دولت ترمنځ د ارتباط پل یاست، باید له سیمه‌ییزو ادارو سره په مشوره د قانون په چوکاټ کې د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون په خاطر هر اړخیزې هڅې او همکارۍ وکړئ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته