امنیت

دوه تنه انسان تښتوونکي په هلمندکې ونيول شول او د تروريستانو د وسلو او مهماتو يوه ډيپوکشف شوه

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٥ :

د ملي امنيت  د لوى رياست موظفينو دوه تنه انسان تښتوونکي په هلمند ولايت کې ونيول  .

دملي امنيت دلوى رياست  مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:

په نيول شويوکسانو چې عطاالله او صالح محمد نوميږي؛ تور لګول شوى دى چې د هلمند ولايت د لښکرګاه ښار يو اوسيدونکى تښتولى او د چړې په واسطه يې  وژلى او د ده ټوک ټوک شوى مړى يې په بورۍ کې اچولى و چې د ملي امنيت دلوى رياست  دموظفينو له خوا ونيول شول.

ديوبل  خبرله مخې : 

دملي امنيت دلوى رياست موظفينو په قوماندان عبدالجبار پورې داړوندو طالبانو دتروريستي ډلې يوه ډيپو دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار پورې اړوند د  کوچني کاريز په مربوطاتو کې کشف او څو ډول ډول ماينونه  يې ترلاسه کړل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته