کابل باختر د وري اوومه :
په نيمروز ولايت کې تيره شپه دپوليسو په يو رنجر موټر کې دچسپکي ماين دچاودنې له امله درې تنه پوليسان ټپيان شول .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير سمونيار عبدالهادي عزيزي دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه دزرنج ښار دپنځه کيلومتري واټن په اسلام اباد ، په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې پوليس دګزمې په حال کې وو .
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغې پيښې دټپيانو روغتيايي حالت دنيمروز ولايت دروغتيايي مسوولينو له خوامخ په ښه والي بلل شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ