امنیت

ولسوالان دې له خلکو سره په تفاهم د نشيي توکو مخنیوی وکړي

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې١٩مه
د کندهار ولايت چارواکو د دغه ولایت ولسوالانو او امنيه قومندانو ته لارښوونه وکړه چې له ملکي وګړو سره په تفاهم کې د نشيي توکو د کرکيلې مخنيوی وکړي.
د کندهار ولایت مرستیال عبد العلي شمسي د دغه ولايت د میوند، ژړۍ، پنجوايي، ارغنداب او ډنډ ولسوالیو له ولسوالانو او امنیه قومندانانو سره په کتنه کي له دوی څخه وغوښتل چي له ولسي خلکو، قومي مشرانو او عالمانو سره د ګډ تفاهم له لاري  خلک  دې ته چمتو کړي چي د کوکنارو او نورو نشيي بوټو له کرلو لاس واخلي.
ده زياته کړه چې؛ د نشيي توکو ګټه یوازي ترهګرو ته رسېږي او زموږ د امنیت، روغتیا، نړیوال اعتبار او اقتصاد لپاره یوه لویه ضربه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته