خبرونهټولنه

په کابل کې ۲۰۰ اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د سلواغې ۱۱ مه / باختر

په کابل کې له ۲۰۰ اړمنو کورنيو سره د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه.

د يادې موسسې ریيس حاجي محمد عالم شهاب وويل: افغانان په اوسنيو شرايطو کې ډېرو بشري مرستو ته اړتيا لري او موږ  ژمنه کوو چې له خپل ولس سره به مرستو ته دوام ورکوو.

هغه زياتوي چې زموږ موسسې له کلونو راهيسې له افغانانو سره د روغتیا، زده کړې، خوړو او ځينو نورو برخو کې مرستې کړي او دغه لړۍ يې دوام لري.

د هغه په وينا، په نننيو مرستو کې 18 کيلو  اوړه، 5 ليتره غوړي، 7 کيلو وريجې، 5 کيلو بوره، 5 کيلو لوبيا، نيمه کيلو چای او په غير خوراکي توکو کې يو جوړ جرابې، يو جمپر، يو جوړ بوټان او 5 منه لرګي شامل دي.

په همدې حال کې د کابل د کډوالو چارو ریيس قاري عبدالمتين رحيمزي وویل چې یادې موسسې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهيسې له زرګونو هېوادوالو سره مرستې کړي او نورو موسسو او خېريه بنسټونو څخه يې وغوښتل چې له اړمنو کورنيو سره خپلو مرستو دوام  ورکړي.

هغه بې وزلي د تېر نظام ميراث وباله او ژمنه يې وکړه چې د لوي الله (ج) په مرسته به يې پای ته رسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته