هرات باختر دثور ٢٢:
دهېواد دجمهوري رياست د فرمان له مخې ، شپږ څلويښت تنه بنديان دهرات له مرکزي جيل څخه ازاد شول .
دغه فرمان د ښځو دنړيوالې ورځې په مناسبت دهېواد دجمهور رييس له خوا صادر شوى دى . چې دهغه له مخې څلويښت تنه نارينه اوشپږ تنه ښځينه بنديانې دهرات له جيل څخه ازادې شوې .
دهرات دجيل لوى مدير تورنجنرال سردار محمد ځاځي له خوشي شويو بنديانو څخه وغوښتل چې نور په جرم او جنايت لاس پورې نه کړي .
دغه غونډه داستيناف څارنوالي درييس ، دولايتي شورا درييس او غړو او دهرات محکمې دمسوولينو په ګډون جوړه شوې وه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ