-کابل باختر د وږي څلورمه :
وسله والو طالبانو دغور ولايت په دوه لينه ولسوالۍ کې يو دوکاندار له دولت سره دهمکارۍ په تور وتښتاوه .
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مقام دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تير ماښام هغه وخت رامنځته شوه چې يو دوکاندار چې دفيروزکوه له ښار څخه ددوه لينه ولسوالۍ په لور روان و دسپرلۍ موټر يې دوسله والو طالبانو له خوا ودرول شو او دغه سړى يې له ځان سره بوته .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې وسله والو طالبانو دغه سړى له دولت سره دهمکارۍ په تور وتښتاوه .
خو ويل کيږي چې ده دغور ولايت ددوه لينه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوکانداري کوله او دغزني ولايت اصلي اوسيدونکى دى .
تراوسه پورې ددغه سړي برخليک څرګند نه دى .
وسله والو طالبانو دغه سړى ددوه لينه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دشينه غاښې له ساحې څخه تښتولى دى .
0 1 دقیقه لوستل