روغتیا

په هلمند کې د پولیو بله پيښه کشف شوه

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې٢٢ مه
د هلمند ولایت له نوزاد ولسوالۍ څخه د پولیو یوه بله نوې مثبته پيښه کشف شوه .
دا د ۲۰۱۷ کال له پيل څخه په هلمند کې د پوليو دويمه پيښه ده چې ورسره په افغانستان کي په ۲۰۱۷ کال کې د پوليو د مثبتو پيښو څلورو ته رسيږي.
د عامې روغتيا وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دغې پيښې په رامنځته کيدو سره پنځه مياشتنى ماشوم نعمت الله د اسدالله زوی چې د نوزاد ولسوالۍ د سرنګ بادام کلي اوسيدونکی دی، د تل لپاره فلج شو.
د لومړنیو معلوماتو له مخې: د ماشوم کورنۍ د پولیو واکسین نه مانه او دا یې یوه توطيه بلله چې په پایله کې دغه ماشوم په تیرو ۵ میاشتوکې د واکسین هیڅ کوم دوز وانه خيست.
د عامي روغتيا وزارت يوځل بيا له ټولو هېوادوالو څخه غواړي چې د پوليو يا ګوزڼ پرضد واکسين د دې ناروغۍ د مخنيوي يواځنې او اغيزمنه لار ده چې د پوليو مخنيوي پرې کيږي . دا هغه ناروغي ده چي په پخوا وختوکې يې ډير افغان ماشومان فلج کړي او وژلي دي. دا کومه توطيه نده. په حقيقت کې د هېواد او نړۍ نامتو عالمانو دا د هرمسلمان مسئوليت ګڼلی ترڅو خپل ټول ماشومان د دې ناروغۍ په وړاندې واکسين کړي او د تل لپاره يې د ځمکې له مخه لرې کړي. دا سيمه د پولیو واکسین په تیرو کمپاینونو کې تر پوښښ لاندې راغلې وه او عامې روغتیا وزارت له خپلو کاري ملګرو  سره په پام کې لري چې په دې سیمه کې لازم  او جدي اقدامات ترسره کړي ترڅو  د نورو ماشومانو د فلج کیدو مه ونيسي.
جينيتيکي پایلې ښيي چې د دې پيښې د ويروس تړاو د پاکستان په بلوچستان ايالت کي له خپريدونکي پوليو ويروس سره دی.
دا چې ستاسو ماشومان ژغورل شوي وي، بايد د کمپاين په هردوره کې تر پنځه کلنۍ پورې واکسين شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته