کابل/ دزمري٢مه //باختر:
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت ته د کابل سريناهوټل د ١٠٠ مليونو افغانيو پور په باب د هوټلونوشرکت د عالي شورا فوق العاده غونډه د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ جوړه شوه .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ محمد طاهر زهير د دولت د پورونوترلاسه کول د وزارت له مهمو دندو څخه وبلل او ويې ويل: د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت ته د کابل سرينا هوټل د سلومليونوافغانيو حق الاجارې موضوع څېړنه مهمه ده چې بايد ورته پاملرنه وشي .
په دې غونډه کې د هوټلونو شرکت رييس ذبيح الله احسان د کابل سرينا هوټل د پور په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: کابل سرينا هوټل له ٢٠١٠ څخه تر ٢٠١٦ پورې د دغه هوټل د اجارې د نه ورکولو له پلوه ١٠٠ مليونه افغانۍپوروړى دى چې بايد دا پور د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د هوټلونود دولتي شرکت لوى رياست ته ورکړي .
هغه دغه راز وويل: چې کابل سرينا هوټل د هوټلدارى خدمتونه په عصري اومسلکي ډول وړاندې کوي اوموږ ورڅخه خوښ يو.او قدرداني يې کوو.
او غواړو چې په راتلونکې کې هم ښې اړيکې ولرو.
د هوټلونو شرکت رييس زياته کړه : موږ له کابل سرينا هوټل څخه د خپل جايداد دحق الاجارې د ډير ژر حاصلولو غوښتنه کوو.
هغه زياته کړه کابل سرينا هوټل په ٢٠٠٥ کال کې له بيا رغاونې وروسته د دېرشوکلونو لپاره د هغه اوسني خاوند ته په اجاره ورکړ شوى دى. چې د قرارداد له مخې له ٢٠٠٥ څخه تر ٢٠١٠ پورې د اجارې له ورکولو څخه معاف و او له هغه وروسته يې بايد د اجارې پيسې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د هوټلونو شرکت ته ورکړى واى ؛ خو له ٢٠١٠ څخه تر ٢٠١٦ پورې يې د اجارې پيسې نه دي ورکړي اوسل مليونه افغانۍ دهوټلونو له شرکت څخه پوړوړى دى .
دغه راز د هوټلونو شرکت رييس وايي: د حق الاجارې د ورکولو په خاطر يې څومکتوبونه د کابل سرينا هوټل ته لېږلي دي خو د دغه هوټل ادارې تراوسه پورې په دې باب اقدام نه دى کړى .
د کابل سرينا هوټل مالي مسوول صفت الله وزيري په دې غوڼده کې وويل، چې کابل سرينا هوټل له ٢٠١٠ څخه تر ٢٠١٦ پورې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هوټلونوشرکت ته ٣٢ مليونه افغانۍ ورکړي دي او د اطلاعاتواوفرهنګ له وزارت څخه سل مليونه افغانۍ پوروړى دى .
هغه دغه راز ادعاوکړه چې د ماليې وزارت تېرکال ٤١٦مليونه افغانۍ دکابل سرينا هوټل له حساب څخه د ماليې له درکه وضع کړي دي . سره له دې چې کابل سرينا هوټل د قرارداد پربنسټ د لسو کلونولپاره د ماليې له ورکولو څخه معاف و .
هغه دغه راز زياته کړه ،د قرارداد له مخې بايد د افغانستان دولت د زرنګار پارک او د افغانستان بانک اود کابل سرينا ترمنځ سړک هم هوټل ته ورکړى واي . چې نه يې دى ورکړى . او له دې پلوه هم د هوټل خاوند زيانمن شوى دى
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د دواړو لورو د رپوټونو له اورېدو وروسته وويل چې په لومړي ګام کې موضوع دې د دواړو لورو ترمنځ حل شي که چېرې موضوع د هغوى ترمنځ حل نه شوه يوه واکمنه کمېټه دې جوړه شي چې له څېړنې وروسته ترلاسه کړې پايلې مسوولو مقاماتو ته وړاندې کړي .
ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې د موضوع د څېړنې په مقصد د همغږۍ غونډه جوړه شي .
ختم_ ج _ اکرم
يادونه : دغه خبر د چنګاښ په يو دېرشمه د باختر خبري اژانس د سايټ له لارې خپور شوى و ، او زياتو رسنيو ته ورکړ شوى و، چې په هغه خبر کې دکابل سرينا هوټل د پور په ښودل شوي پور کې تېروتنه شوې وه . چې دباختراژانس اداره يې له امله بخښنه غواړي . او دا دى اصلاح شوى خبر چې په هغه کې دکابل سرينا هوټل دقيق پور وړاندې شوى دى ، د محترمو مينه والو لپاره خپروي .