ټولنه

دمحمدآغې ښوونکې داستوګنې ځمکې ترلاسه کوي

پل علم باختردتلې دمياشتې٢٨نيټه  :
دلوګرولايت په محمدآغې ولسوالۍ کې پرون دڅه ناڅه زرو تنو ښوونکو لپاره   داستوګنې دځمکو ويشل پيل شول.
د لوګرولايت دپوهنې رئيس انجنيرمحمداکبرستانکزي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې د دغه ولايت د محمدآغې ولسوالۍ دپوهنېد ښوونکو او کارکوونکو لپاره د ٩٨٣ داستوګنې دنمرو ويشل پيل شو چې په هغو کې ١٣٦ تنه يې ښځې دي.
ده زياته کړه  داستوګنې دغه نمرې  دمحمداغې ولسوالۍ دښوونکو په ښارګوټي
کي چې دشپږسوه جريبه ځمکې په مساحت   دولسوالۍ مقر ته څيرمه او دلوګر صنعتي پارکونو ته څيرمه موقعيت لري چې  دغه داستوګنې نمري له څلورو څخه تر شپږو بسوو پورې دي.
ده زياته کړه  په دغه ښارګوټي کي ښوونځي ، جومات ، روغتون، وړکتون  او شنې ساحې په نظر کې نيول شوي دي.
د لوګروالي محمدحليم فدايي ښوونکوته داستوګنې دنمرو دويشلوپه بهيرکې       له هغوى سره ژمنه وکړه چې د امکان ترحده به  د هغوى ټولې ستونزې لرې کړي.
ده له ښوونکو څخه وغوښتل چې دلوست ترڅنګ دې حب الوطن هم تقويت کړي
دا په داسې حال کې ده  چې په محمدآغې ولسوالۍ کې   دپوهنې دکارکوونکو په ګډون ١١١٥  دښوونکو په توګه دنده ترسره کوي چې د وضع شويو اصولو له مخې يوازې  ٩٨٣ تنه يې  داستوګنې دنمرو مستحق پيژندل کيږي.
ديادونې وړ ده چې له دې مخکې دخوښۍ او بره کي برک ولسواليو دپوهني په ښوونکو او کارکوونکو داستوګنې نمرې ويشل شوې وې  .
دمسوولينو دڅرګندونوله مخې ؛ په نږدي راتلوونکې کې به  د دلوګرمرکز اوڅرخ ولسوالۍ ښوونکو ته داستوګنې دنمرو ويشل  هم پيل شي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته