امنیت

دوه ورونه په غور کې ووژل شول .

کابل باختر دچنګاښ دويمه :
دوه زده کوونکي ورونه پرون په غور کې دناپيژاندو کسانو له خوا شهيدان شول
دغور دولايتي شورا غړي عبدالرحمن عطشان باختراژانس ته وويل  چې دغه دوه  زده کوونکي  ورونه دمياشتني معاش له ترلاسه کولو وروسته دکورخواته روان و چې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيدان شول .
دغور دوالي وياند عبدالحي خطيبي  وويل چې دغه زده کوونکي ورونه په دولينه ولسوالۍ کې  ناپيژاندو وسله والو شهيدان کړل.
ددغو وژنو دعاملانو دپلټنې لپاره څيړنې پيل شوي دي .
  ختم شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته