اقتصاد

په قندهار کې د ممیزو بازار ښه شوی دی

کابل / د تلې ۴ مه / باختر
د قندهار د پنجوايي ولسوالۍ بڼوالان وایي چې که څه هم د وچکالۍ او جګړو له امله د انګور حاصلات ډېر نه دي؛ خو په دغه ولایت کز د اب جوش (ممیز) بیه د تېر کال په پرتله څلويښت سلنه لوړه شوې ده.
د قندهار د پنجوایي ولسوالۍ بڼوالان عبدالرازق او عصمت الله وايي چې که څه هم سږکال یې بڼونو ډېر انګور نه دي کړي؛ خو په مارکيټ کې د اب جوش ممیز بيې ډېرې لوړې شوې دي.
دوی وایې، تېر کال يو قندهاری من ښه اب جوش مميز په ۱۴۰۰ افغانيو پلورل کېدل؛ خو سږ کال تر ۲۲۰۰ افغانيو پورې پلورل کېږي.
دوی زیاتوي چې د اب جوش مميزو په کار کې يو شمېر کسان هم په کار ګومارل شوي او له دغې لارې خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کوي.
په همدې حال کې د قندهار د سوداګرۍ خونې مرستيال عبدالباقي بنا هم د اب جوش مميزو لوړ نرخ د بڼوالو له پاره ښه زيرى بولي او وايې چې د صادراتو پر مهال يې د تېر کال په پرتله محصول هم پنځوس سلنه کم شوی دی.
هغه وایې چې د قندهار اب جوش مميز زیاته برخه هند ته صادرېږي او سوداګر کولای شي چې ښه عايد ترې تر لاسه کړي.
په قندهار کې پر اب جوش مميزو سربېره د نورو ممیزو بازار هم د تېر کال په پرتله ښه شوى دی؛ خو په ځينو مهمو ولسواليو پنجوایي، ژېړۍ، ميوند او ارغنداب کې یې په ډېره لږه اندازه حاصلات ورکړي دي.
په ورته وخت کې په قندهار کې سږکال د انارو حاصلات هم د تېرکال په پرتله ډېر شوي دي؛ خو بڼوال شکايت کوي چې سږکال د دوی انار د پاکستان د لوړ ټکس له امله ښه بازار نه لري.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته