امنیت

د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل شول

کابل-باختر دليندۍ دمياشتې ٦
د کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې نن سهار چاڼيز عمليات پيل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره باختر آژانس ته وويل: امنيتي ځواکونو نن سهار د کونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ښه امنيت د تامينولو او د ډار اچوونکو د ځپلو په موخه د ٢٠١ سيلاب قول اردو د قوماندانۍ تر رهبرۍ لاندې د طوفان- ٥٠ په نامه ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل.
نور جزييات وروسته خپريږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته