ميرامشاه باختر د چنګاښ اتلسمه :
دشمالي وزيرستان دپاکستاني پوځيانو په نويو بريدونوکې يوولس تنه مليشه طالبان ووژل شول او دهغو پټنځاى ډړې وړې شو.
باختراژانس دپاکستان ددي نيوز انترنشنل ورځپاڼې له خولې خبرراکړ .
دپاکستان جنګي الوتکو نن سهار په دريو بجو دسيدګي درې په زوى او دشوال دتحصيل په ناحيو کې دتروريستانو په دريو پټنځايونو بريدونه وکړل چې له امله يې يوولس تنه ووژل شول.
پاکستان دروان کال دغبرګولي دمياشتې په پنځه ويشتمه نيټه دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې پوځي عمليات پيل کړي چې له امله يې په سلګونو مليشه طالبان ووژل شول او يو مليون تنه تيښتې ته اړ شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ