نړۍ

د نړۍ په ځينو ورځپاڼوکې په افغانستان پورې په اړوندو مسئلو انعکاس

صوفيه باختر دليندى  نهمه :
د بلغاريا د صوفيه ګلوب انترنتي خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې په يوه کمپ کې د پوليسو او د پناه غوښتوونکو  ترمنځ د نښتو په باره کې چې زياتره يې  افغانان دي؛ يو مطلب خپور کړى دى .
  د خپرونې په ليکنه: د بلغاريا دبهرنيو چارو وزير دانيل ميتوف د افغانستان له شارژدافير احمد صديق سره د مهاجرينو د بحران په باب خبرې کړې دي.
دخپرونې په ليکنه: د مهاجرت د نړيوال سازمان په رپوټونو کې ويل شوي دي، يوشمېر هغه پناه غوښتوونکي چې غواړي د اروپا د اتحاديې  هېوادونو ته لاړ شي؛ همدا اوس په بلغاريا کې بند پاتې دي چې زيات شمېر يې افغانان دي او هغه کسان چې د پنجشنبې په ورځ يې په هارمانلي کمپ کې  له پوليسو سره نښته وکړه؛ يوشمېر يې هم افغانان وو .
د دغه ويب سايټ دڅرګندونوله مخې: دبلغاريا د بهرنيو چارو وزير ويلي دي، د هارمانلي کمپ چې د پناه غوښتوونکو دلنډ مهالې استوګنې لپاره جوړ شوى دى؛ د مهاجرينو د لومړنيو حقوقو د تامينولو لپاره ټول اساسي اقدامات پکې په پام کې نيول شوي دي.
ده وويل: په دغه کمپ کې به د وروستيو نښتو او تاوتريخوالي او د هغو سرغړونو په باره کې چې ترسره شوې دي؛ قضايي تحقيقات ترسره شي .
د صوفيه ګلوب انترنتي خپرونه زياتوي: د بلغاريا دبهرنيو چارو وزير ميتوف ويلي دي چې هېواديې په دغه کمپ کې  د ټولو شرايطو د ښه والي لپاره هلې ځلې کوي .
ده د افغانستان له شارژدافيرڅخه غوښتي دي، د هغو افغانانو په پيژندنه کې چې هېواد ته يې استول کيږي؛ د سندونو په برابرولوکې له دوى سره مرسته  وکړي چې دغه بهير لاپسې ګړندى کړي.
د صوفيه ګلوب خپرونې ليکلي دي چې د بلغاريا د بهرنيو چارو وزير د خپل هېواد او افغانستان ترمنځ په دوستانه اړيکو ټينګار کړى او ويلي دي چې هيله لري د هارمانلي کمپ پيښه د دواړو هېوادونو په اړيکو منفي اغيزه ونه کړي.
د برايت بارت خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې ليکلي دي چې د افغانستان  د استخباراتو د ادارې خبر داريو ته د امريکا نه پاملرنه کيداي شي د بګرام په قرارګاه د وژونکي بريد يو دليل وي چې له امله يې څلور تنه امريکايان ووژل شول
  دخپرونې په ليکنه: د روان کال د لړم د مياشتې په دولسمه نيټه له ځانمرګي بريد مخکې د بګرام په قرارګاه کې چې دوه تنه امريکايي عسکر او دوه تنه قرارداديان ووژل شول.
د افغانستان د ملي امنيت ادارې څه ناڅه دوه ځلې امريکايانو ته خبر دارى ورکړى و چې په دې قرارګاه کې د يوه بريد احتمال شته چې دقرارګاه سيمه ئيزو  کارکوونکو په طرحه کولو کې يې لاس درلود .
دبرايت بارت دخپرونې په ليکنه: دقاري نايب په نامه يرغلګر تروريست پنځه کاله مخکې دبګرام په قرارګاه دتوغنديو دبريد په تور نيول شوى و، خو په دې کار کې د ده دلاس لرلو لپاره کوم کره سند نه دى ترلاسه شوى.
خپرونه زياتوي: افغان امنيتي مقاماتو څوځلې له امريکايانو څخه وغوښتل چې د دوى د سيمه ئيزوکارکوونکوپه باب تحقيق کوي او د معلوماتو غوښتنه يې وکړه، خو امريکايانو هيڅکله دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ورنه کړ .
دخپرونې په ليکنه : په بګرام  پخوا هم بريد شوى و، خو دا لومړى ځانمرګي بريد و چې د قرارګاه په دننه کې وشو او دا ښيي چې په دې قرارګاه کې د افرادو د استخدام لپاره د امريکايانوتحقيقات دقيق نه وو .
خپرونه زياتوي: له دغې پيښې وروسته اوس امريکايان دې ته نه دي حاضر شوي چې په خپلو قرارګاووکې د سيمه ئيزو افرادو  د استخدام په باب د افغانستان له امنيتي ادارو سره سلامشوره وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته