سیاست

جمهورريیس غني د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ريیسانو سره وکتل

کابل/ د وږي ۲۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د ولسي جرګې له ريیس میررحمان رحماني او د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلمیار سره په جلا، جلا توکه په ارګ کې وکتل. د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. په دې کتنو کې د حکومت او ملي شورا ترمنځ د همغږۍ پر لا زیاتوالي، د سولې پروسه کې د ملي شورا پر رول او مقام، د هېوا د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملي شورا د هر اړخیز ملاتړ او له ملي شورا سره د سکتوري وزارتونو د همکاریو پر زیاتېدو بحث او خبرې وشوې. د مشرانو جرګې او ولسي جرګې ريیسانو له ملي شورا سره د حکومت د همغږۍ زیاتوالي لپاره د جمهورريیس د هڅو مننه وکړه او ويې ویل، ملي شورا د سولې پروسه کې د حکومت د دریځ بشپړ ملاتړ کوي.#پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته