امنیت

دآقچې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ونيول شو

کابل باختر د لړم شپږمه :
دجوزجان ولايت د آقچې د ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د ډلې نومول شوى ولسوال تيره شپه د ځانګړو عملياتو په بهيرکې له خپلو دوو تنو افرادو سره ونيول شو.
دغه عمليات چې هوايي ملاتړ ورسره و؛ دکمک عمر په سيمه کې د قاري جاويد په پټنځاى ترسره شوى دى .
دجوزجان امنيه قوماندان جنرال فقيرمحمد جوزجاني باخترآژانس ته وويل: په قاري جاويدکله چې له خپلو افرادو سره يې د يو لړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و؛ دافغان او ناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ونيول شو.
  جنرال جوزجاني تاييدکړه چې په دغو عملياتوکې دقاري جاويد دوه تنه افراد هم نيول شوي دي .
قاري جاويدچې په قاري شفيع مشهور دى؛ دوسله والوطالبانوقوماندان اودآقچې ولسوالۍ ته ددغې ډلې نومول شوى ولسوال و. په ګڼ ميشتو سيمو او لاروکې د بمونواو ماينونو ايښودل، ځانمرګي بريدونه او په جوزجان کې دخلکو ځورونه او نور تروريستي بريدونه ددغه قوماندان په لارښوونه ترسره کيدل .
جوزجاني دقاري جاويد نيول په دغه ولايت کې د امنيت او آرامۍ دښه والي په لاره کې يو ستر برياليتوب وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته