امنیت

د دريو تنو پاکستاني قوماندانانو په ګډون شل تنه داعشيان ووژل شول

_   جلال آباد باختر دچنګاښ دمياشتې  ١١ :
د دريو تنو پاکستاني قوماندانانو په ګډون شل تنه داعشيان د افغانستان په ختيځ کې د نويو هوايي بريدونو له امله ووژل شول.
په دغو داعشيانو نن سهار په اچين ولسوالۍ کې ددوى په پټنځي بريدونه وشول.
دننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال  د دغه خبر په تائيدولو سره د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو داعشيانو کله چې په خپل پټنځي کې د يو لړ ډار اچوونکو فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت وو، بريدونه وشول.
ويل کيږي چې په دغوهوايي بريدونوکې دکلي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهار ولايت کې د يو لړ چاودنو مخه نيولې ده .
د را رسيدلو خبرونو له مخې، امنيتي مامورينو نن سهار درې ماينونه د خوږياڼيو، مومند درې او چپرهار د ولسواليو د تګ راتګ په لاروکې کشف او شنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته