امنیت

په هرات کې چاودنې څلور ملکیان شهیدان کړل

کابل / د زمري ۱۲مه / باختر
په هرات ښار کې پرون مازیګر د ماین په چاودنه کې څلور ملکیان شهیدان شول.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد باختر آژانس ته وویل چې دغه ملکیان د هرات ښار په حاجي عباس سیمه کې په یو مسافر وړونکي فلانکوچ موټر کې د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله شهیدان شول.
هغه زیاته کړه چې په دې چاودنه کې ۱۰ نور ملکیان ټپیان شول.
د هرات حوزوي روغتون سرطبیب وايي چې د ۳ ټپیانو روغتیايي حالت خراب دی.
په شهیدانو او ټپیانو کې ښځې هم شاملې دي.
تراوسه د دغې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته