خبرونهامنیت

د ننګرهار پرمرکز د داعش ډلې د بريد مخه ونيول شوه

کابل / د چنګاښ ٢مه / باختر

د ملي امنيت چارواکي وايي د ننګرهار پر مرکز جلال آباد ښار د داعش د ځانمرګى بريد پلان شنډ کړ.

د داعش يو غړى چې د بهسودو له ولسوالۍ څخه ځانمرګى واسکټ او لاسي بمونه ښارته لېږدول، ونيول شو.

په عبيد مشهورامجد چې په ظاهر کې  ريکشا چلوونکى و، هغه نن سهارد جلال آباد ښار ته څېرمه د اکمالاتي بيز په ساحه کې وپېژندل شو او ونيول شو.

د ننګرهار د ملي امنيت يوې سرچېنې باخترآژانس ته وويل: داعش ډلې نيت درلود په جلال آباد ښارکې يو ځانمرګى بريد ترسره کړي.

تراوسه روښانه  نه ده چې داعش په جلال آباد ښار کې پر کومو تاسيساتو د بريد نيت درلود.

د داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته