ښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت په تعليمي بنسټونو کې د جنسي ځورونې پرعملياتي پلان کار کوي

کابل /دکب ١٩مه /باختر : د پوهنې وزارت په تعليمي بنسټونو کې د جنسي ځورونې د بندولو او د ښوونځيو د خونديتوب د عملياتي پلان اړوند کار په خاطر يو ورکشاپ پرون په کابل کې جوړ کړ. د باختراژانس د خبرله مخې، د دغه ورکشاپ جوړولو هدف د موجود حالت څېړنه او په ښوونځيو اوتعليمي بنسټونو کې دجنسيت اړوند له تاوتريخوالي سره د مقابلې په لاره کې دګډ پروګرام په اړوند د لرليد وړاندې کول دي. د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمدن ميرويس بلخي، د دغه پروګرام په پيل کې د ماشومانو د زده کړې او د تعليمي سيستم د کيفيت لوړولو په برخه کې د نړيوال بانک د ملاتړ قدرداني وکړه او په ښوونځيو کې د خونديتوب د زياتوالي دطرحې او دغه راز د ښوونکو د چلند په اړوند دکار په باب معلومات ورکړل . وروسته د پوهنې وزارت دعمومي تعليماتو معين محمد ابراهيم شينواري هم په خپلو خبرو کې د دغه ورکشاپ په باب معلومات ورکړل او د تعليمي بنسټونو دخونديتوب ملاتړ او د تعليمي سيستم دکيفيت لوړول يې د دغه وزارت اصلي دنده وبلله . دغه راز په افغانستان کې د نړيوال بانک اجراييوي رييسې هما زهرا فتوحي هم د ماشومانو د ښوونې او روزنې د ښه والي او پراختيا په خاطر د پوهنې له وزارت سره د خپلو همکاريو د دوام ډاډ ورکړ او ويې ويل چې نړيوال بانک د زده کړې په برخه کې د جنسي تاوتريخوالي د بندولو په اړوند د پوهاوي په برخه کې د پوهنې له وزارت سره همکار دى. ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته