ټولنه

په زابل کې له لسګونو بيوزلو کورنيو سره مرسته

کابل باختر د سلواغې د مياشتې  ١١  :
په  زابل ولايت کې نن له  ديرشو بيوزلو کورنيو سره  مرسته  وشوه.
د خوشحال د خيريه موسسې رئيسې شبانه خوشحال باخترآ ژانس ته وويل:
دغه مرستې چې ژمنۍ جامې او خوراکي توکي پکې دي   د دغې موسسې له خوا دقلات ښار د خرواريانو په سيمه کې په بيوزلو او مستحقو کورنيو  وويشل شوې .
ددغې موسسې رئيسې دمرستې دويشلو په وخت کې ددغه ولايت  له  نورو سوداګرو او خير غوښتوونکو خلکو څخه وغوښتل له هغو بيوزلو کورنيو سره چې دژمي په سړه  هوا کې  له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي،  مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته