امنیت

دهېواد د شمال په ولايتونوکې دملي اردو اوپوليسو له ليکو سره دځوانانو دپيوستون دعلاقمندى زياتوالى .

کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
دهېواد دشمال په ولايتونوکې دملي اردو او ملي پوليسو له ليکوسره دځوانانو دپيوستون مينه وال زيات شوي دي .
ځوانان بهر ته دتللو پرځاى دافغان ځواکونو له ليکو سره يوځاى کيږي او خپل هېواد ته خدمت کوي .
دهېواد په شمال کې د ٢٠٨ شاهين قول اردو دمطبوعاتي دفتر مسوول وياند عبدالقهار ارام په يوه کنفرانس کې چې دګډو امنيتي ځواکونوله ليکو سره دځوانانو دجلب اوجذب دکچې دزياتوالي  د  څرنګوالي په موخه جوړ شوي و ، وويل: په دې حوزه کې دامنيتي ځواکونو جلب او جذب مرکزونه درسنيو دمرکزونو په همکارۍ  دافغان پوځيانو له ليکو سره دځوانانو دزيات جلب او جذب لپاره يو تبليغاتي کمپاين پيلوي .
  دغه پروګرام  کولاى شي دشمال او شمال ختيځو   ولايتونو په ټولو سيموکې دافغان پوځيانو سره دهغوى د پيوستون لپاره په هڅونه کې مهم ثابت شي له دې امله اړوندو ارګانونو   خپلې هلې ځلې پيل کړي دي .
ښاغلي ارام زياتوي په تيرو دوو مياشتو کې ددغې حوزې په مربوطاتو کې  څه دپاسه دوه زره ځوانان دملي اردو له ليکوسره يوځاى شوي دي چې څه دپاسه سل تنه يې ښځينه دي او داساسي روزنې لپاره دکابل مرکز ته استول شوې دي
   ده په دې وينا سره چې په  ٢٠٩ شاهين  قول اردو کې دځوانانو لپاره دمسلکي پوځي زده کړو يو تعليمي مرکز شته خو د ښځو لپاره په دې دليل چې په ساحوي قول اردوګانو کې ځانګړى روزنيز مرکز نشته مرکزونو ته استول کيږي
   دپامير دپوليسو د ٧٠٧ ساحوي  زون دمطبوعاتي مسوول وياند سرور حسيني ټينګار وکړ  ځوانان ددې پرځاى چې له  هېواده  ووځي اوبهر ته لاړ شي له امنيتي ځواکونوسره يوځاى کيږي .
ده زياته کړه شميرنې  او ارقام  څرګندوى په تيرو دوومياشتو کې  يوازې په بلخ ولايت کې پنځه سوه تنه ځوانان له پوليسو سره يوځاى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته