اقتصاد

جاپان له افغانستان سره سل میليونه ډالر مرسته کوي

کابل /دلیندۍ ۳۰مه /باختر
جاپان د افغانستان له خلکو سره د سلومليونو ډالرو مرسته اعلام کړه.
ټاکل شوې ده دغه پيسې اړو خلکو ته د خوړو او اوبو په برابرولو او د افغانستان د روغتيايي نظام په ښه والي ولګول شي.
جاپاني رسنيو د جاپان د دولت د چارواکو له خولې ويلي دي چې دغه سل مليونه ډالره به د ملګروملتوسازمان د نړۍ د خوړوسازمان او د ماشومانو د ملاتړ د صندوق په ګډون د ١٦ نړيوالوبنسټونو له لارې د اړوکورنيو د لاسنيوي او د افغانستان د روغتيايي نظام د پياوړتيا لپاره ولګول شي.
دا په افغانستان کې د اسلامي امارت له برياليتوب وروسته له دغه هېواد سره د جاپان دويمه مرسته ده.
مخکې له دې د جاپان دولت د اکتوبر په مياشت کې له افغانستان سره د ٥٨مليونوډالرو مرسته کړې وه . ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته