سیاستخبرونه

جمهورريیس غني په افغانستان کې د بریټانیا سفیرې سره وکتل

کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د بریټانیا سفیرې الېسن بلېک سره په ارګ کې وکتل.

د جمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.

په دې کتنه کې جمهورريیس د افغانستان او بریټانیا ترمنځ د اړیکو په ټینګښت ټینګار وکړ ويې ویل، په جینوا کنفرانس کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د بریټانیا د مرستو او د افغانستان له امنیت، ثبات، پراختیا او ډیموکراتیک افغانستان چې خپلمنځي، سیمې او نړۍ سره په سوله کې وي او د خپلو تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنو د ساتنې او پراختیا وړتیا ولري، څخه د ملاتړ مننه وکړه.

جمهورريیس وویل: بریټانیا دې له افغانستان سره د ډیجیټل کولو ستراتېژۍ د عملي کولو لپاره تخنیکي همکاري وکړي او زموږ له متحدینو سره یو ځای دې یو کنسرسیوم  (ګډ ګروپ) جوړ  شي، ترڅو زموږ بین المللي متحدین د ډيجیټل کولو ستراتېژۍ عملي کولو په برخه کې خپلې بریالۍ تجربې افغانستان سره شریکې کړي.

جمهورريیس په بهرنۍ اداره کې د ګډو ګټو هېوادونو او سویلي اسیا لپاره د بریټانیا د دولت وزیر طارق محمود احمد سره د ویډیو کنفرانس له لارې د شویو ژمنو په تعقیب ټینګار وکړ ويې ویل، د کویډ ۱۹ د واکسین وېش، سولې بهیر او نړیوالې ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په اړه بحث شوې ژمنې دې عملي شي.

په افغانستان کې د بریټانیا سفیرې الېسن بلېک وویل، هېواد یې  د افغانستان دولت او خلکو سره خپل مشارکت ته دوام ورکوي او په هغو برخو کې چې د افغانستان حکومت ورته اړتیا لري، بریټانیا خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

الېسن بلېک د خپلو خبرو په پای کې وویل، هېواد یې د افغانستان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي او بریټانیا هم د جینوا کنفرانس د نورو متحدینو په څېر په افغانستان کې د تاوتریخوالي په سمدستي پایته رسېدو ټینګار لري.

پاى- ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا