امنیت

دغره دښوئيدو له امله څلورتنه و وژل شول

کابل  باختردلندي دمياشتې  ١١ :
په کونړ ولايت کې پرون  دغره دښوئيدنې له امله څلور تنه و وژل شول او دوه تنه نورټپيان شول.
د شمشاد د ٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترا ژانس ته خبرورکړ دغه پيښه پرون دکونړ ولايت دسرکاڼو ولسوالۍ دسدوزيو په کلي کې هغه  وخت رامځته شوه چې دغره يوه برخه داستوګنې په يو کور راوغورځيده چې له امله يې څلورتنه و وژل شول او دوه تنه نورټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې  دکونړولايت دمرورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې تيره شپه دايتلاف دځواکونو دهوايي بريد له امله پنځه تنه وسله وال مخالفين و وژل شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته