کابلباختردوري دويمــــــــه
دناټو سکرتر جنرال وا يي د افغا نستان امنيتي ځوا کو نو ته د امنيتي مسووليتونو دليږدونې دمهلت په باب د ناټو اود افغا نستان ددولت ترمنځ اختلاف نشته
د باختر اژانس دخبر له مخې : د ناټو جنرال اندرس فوک راسموسن د المان د خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي دي د افغا نستان دولت غواړي چې دراتلونکى ميلادي کال په وروستيو کې د عمليا تو رهبري او په ٢٠١٤ کال کې د هغو بشپړ مسووليت ددغه هيواد امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي چې د ناټو له پلان او پرو ګرام سره همغږى لري. موږ ددغې مفکورې او پلان ملا تړ کوو .
راسموسن وويل: د امنيتي مسووليتونو ليږدول له دولسو څخه تر اتلسو مياشتو پورې وخت نيسي
ده زياته کړه، د افغا نستان امنيتي ځواکونو ته به د ٢٠١٣ کال تر پايه پورې په وروستي ولايت او ولسوالۍ کې دعمليا تو درهبري ليږدونه بشپړه شي