ټولنه

په قندهار کې اړو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

-کابل / دزمري ٣٠مه /باختر:
په قندهار کې په سلګونواړوکورنيو بشر دوستانه مرستې ترلاسه کړې .
دغه کورنى د کرونا ويروس  د خپرېدو له امله د قرنطين په بهير کې خپل کارونه له لاسه ورکړي دي .
د قندهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې  په دې دوره کې  په څه دپاسه  ٤٠٠ کورنيو خوراکي توکي وويشل شول
په دغو مرستو کې اوړه ، غوړي، وريجي ، چاى ،بوره اوصابون شته .
  ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته