امنیت

په غزني کې دطالبانودسرزيان

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢ :
په غزني ولايت کې  دهيواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو عمليات ښه  برياليتوبونه لري  .
دغزني ولايت  امنيه قوماندان  جنرال امين الله امرخيل دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  دهېواد  دامنيتي او دفاعې ځواکونو عمليات  چې دسلطان په نامه  دتلې دمياشتې په  ١٣ نيټه  په دغه ولايت کې  پيل شوي دي تراوسه پورې  يې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اړولى دى.
ده څرګنده کړه  دهېواد امنيتي ځواکونو په دې بريالي شوي د ي زياتې سيمې  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې  کړي.
دامرخيل دڅرګندونوله مخې  وسله وال طالبان  په دې لټه کې و چې  دغزني  په ځينو سيمو کې عمليات ترسره کړي  چې وکولاى شي  يوشميرولسوالۍ ونيسي  خوپه دې کار بريالي نه شول  او دهېواد امنيتي اودفاعي  ځواکونو وکولاى شول دهغوي  هدفونه شنډکړي .
ده څرګنده کړه  دګيرو ولسوالۍ يوازينۍ ساحه  ده چې امنيتي ځواکونو يوڅه ستونزه  رامنځته کړې ده  ځکه طالبانو څو ځلې هلې ځلې وکړې چې دغه ولسوالۍ ونيسي خوبريالي نه شول.
ده وويل  دغه عمليات  په پړاويز ډول  په غزني کې ترسره کيږي چې په بهيرکې  يې تراوسه پورې  ٢٧٥ تنه وسله وال  طالبان  وژل شوي اوپه سلګونو تنه نور يې ټپيان شوي دي او دغه راز  ددغو عملياتو په بهيرکې يوسلو شپيته کيلوګرامه  نشه يي توکي هم کشف  اوضبط شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته