امنیت

په چاوديدونکو توکو بار يو بار وړونکى موټر د پکتيکا ولايت د ملي امنيت د موظفينو لاسته ورغى

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ٩ :
په پکتيکا ولايت کې ١٦ټنه چاوديدونکي توکي د دغه ولايت دملي امنيت د رياست د موظفينو لاسته ورغلل.
د ملي امنيت د رياست  مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د حقاني تروريستي شبکې ١٦ ټنه چاوديدونکي توکي چې په يوه هينو ډوله موټر کې د سون تر لرګيولاندې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې هغه د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍله لارې دځانمرګو او تروريستي بريدونو د ترسره کولو په مقصد کابل ښار ته وليږدوي؛ هدف ته له رسيدو مخکې د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي امنيت د لوى رياست د خاصو قطعاتو په عملياتو کې کشف او ترلاسه شول.
دغه موټر د وزيرستان په واڼه سيمه کې بار شوى و او افغانستان ته را ليږل شوى و.
دغه راز دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبينو په يوبل اقدام کې دهغو عملياتو په بهيرکې چې دپکتيکا ولايت دبرملې ولسوالۍ د لکه تيږې په ساحه کې ترسره شول؛ د وسله والو طالبانو د ډلې١٥تنه تروريستان ووژل شول او ٢٩ تنه نور يې ټپيان شول او دوه داتسون موټرونه چې ډول ډول وسله پکې وه؛ د ملي امنيت د موظفينو لاسته ورغلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته