امنیت

د طالبانو يو قوماندان په خوست کې ووژل شو.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
دوسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان پرون په خوست ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شو.
په رضوان الله هغه وخت چې له يوبل طالب سره يې غوښتل دعلي شير ولسوالۍ په سپينه پالى دکلي په وات کې ماين ښخ کړي دپوځيانو له خوا ډزې وشوې.
دخوست ولايت امنيه قوماندان جنرال فيض الله غيرت باختر آژانس ته وويل :په دې جګړه کې دوسله والو طالبانو سيمه ييز قوماندان رضوان الله له خپل يو ملګري سر ووژل شو.
ده تاييد کړ چې دغو طالبانو غوښتل دعلي شيرو ولسوالۍ دسپينه پالى دکلي په واټ کې ماين ښخ کړي چې دپوځيانو په ډزو کې ووژل شو.
ويل کيږي له يرغلګرو څخه څو ماينونه او يو موټر سايکل ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: په خوست ولايت کې دنورو خورو ورو جګړو په بهير کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول دغه جګړې تيره شپه ونښتې او ويل کيږي په دغو جګړو کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته