سیاست

د اتل قول اردو قوماندان: طالبان د زابل په شاه جوى کې ماتې خوړلې ده

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
د اتل قول اردو قوماندان وايي چې وسله وال طالبان د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې  ماتې خوړلې ده او نور له پوځيانو سره د مخامخ کېدو توان نه لري.
جنرال بيګ مراد په داسې حال کې چې د زابل والي رحمت الله يارمل له څو نورو سيمه ييزو مقاماتو سره شاه جوى ته تللى دى چې امنيتي حالت او د ډار اچونې ضد عملياتو په بهير له نږدې وڅېړي.
هغه خبريالانو ته وويل چې په عملياتوکې وسله وال طالبان له ځمکې او هوا څخه  ځپل شوي دي او هغوى ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو قوماندان وايي چې په شاه جوى ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو څو مرکزونه ويجاړ شوي دي او پوځيانو د دغې ولسوالۍ زياتې سيمې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې کړې دي.
هغه په شاه جوى کې له مېشتو خلکو سره ژمنه وکړه چې د طالبانو د راستنېدو د مخنيوي لپاره هغه سيمې چې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې دي؛ پوځي پوستې به جوړې کړي.
د زابل والي وايي چې د شاه جوي د ډار اچونې ضد عمليات به د دغه ولايت په کچه پراخ کړي چې خلکو ته د پرمختګ او د عادي ژوندانه فضا برابره شي.
څه ناڅه يوه مياشت کېږي چې د زابل شاه جوى د ډار اچونې ضد عملياتوکې ډګر دى.
په عملياتوکې سلګونه پوځيان د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ ګډون لري. 
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته