امنیت

دمزارشريف په ښار کې دبهرنيو چارو وزارت دتشريفاتو درياست دکتنو مسوول ترور شو .

کابل باختر د وري  لسمه :
دبهرنيو چارو وزارت دتشريفاتو رياست دکتنومسوول  پرون دمزارشريف په ښار کې ترور شو .
  دبهرنيو چارو وزارت دتشريفاتو درياست دکتنو مسوول عزيزغني  دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا پرون دمزارشريف په ښار کې  ترور شو .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر عبدالرزاق قادري باختراژانس ته وويل په عزيزي غني دناپيژاندو وسله والو کسانو له خواچې په يوه موټر سپاره وو دمزارشريف ښار داوومې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې  ډزې وشوې او ووژل شو .
ده زياته کړه پوليسو دپيښې دعاملينو دنيولو لپاره  اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي .
ويل کيږي چې دغه سړى دبلخ ولايت دسرپرست عطامحمد نور خوريى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته