کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
د بهرنيو ځواکونوپه هوايي بريدکې د ملي اردو شپږ پوځي موټرونه چې دهلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو لاسته ورغلي و، له منځه وړل شوي دي.
په قندهار ولايت کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان يوه مسوول باختر آژانس ته وويل : دغه بريد د ميوند ولسوالۍ د تيموربند په سيمه کې شوى دى .
ده زياته کړه: وسله والو طالبانو د هلمند ولايت د نوزاد ولسوالۍ له نيونې وروسته شپږ پوځي موټرونه له يوې اندازې وسلې او مهماتو سره له ځان سره ليږدولي و او غوښتل يې چې هغه دميوند ولسوالۍ ته وليږدوي چې د ناټوله خوا هوايي بريدپرې وشو او له منځه يوړل شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ