امنیت

د هېواد په ختيځ کې د ٤ سيمه يېزو قوماندانانو وژل کېدل

جلال اباد باختر د وري د مياشتې ١٧ مه
د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ په چهاردهي سيمه کې د وسله والو مخالفانو د څلورو سرګروپانو د وژل کېدو او د څلورو د ټپي کېدو ترڅنګ پنځه وسله وال طالبان ژوندي ونيول شول.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان تېره ورځ د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې،په وژل شويو سرګروپانو کې توردلی مشهور په ملا تور، پاچا، محمد شفيق مشهور په سنګر، مسکين او په ټپیانو کې يو سرګروپ او درې نور طالب وسله وال شامل دي.
هغه زياته کړه چې، په ترسره شويو عملياتو کې پنځه وسله وال طالبان شاکر الله مشهور په قاري شاکر، سنګر کوچی، رحمن الله، عوض خان او بلال ژوندي نيول شوي دي.

مشرقيوال وايي، چې دوه تنه نور هم د وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور نيول شوي دي، چې دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.
سرچينه زياتوي چې په ترسره شويو عملياتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.پاى _ وصال
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته