کابل باختر دورې دمياشتې ١٠ :
د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل پرون د قندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې په يوه ډيپوکې ترلاسه شول.
دقندهار ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل: د پوليسوځواکونو د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې په ځانګړو عملياتوکې چې ترسره کړل؛ د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل په يوه ډيپوکې ترلاسه کړل.
دخبرځاى دخبرله مخې: په دغې ډيپوکې په لسګونوکلاشينکوفونه، تومانچې د پرسونل ضد ماينونه او لاسي بمونه ترلاسه شوي دي.
دخبرځاى دخبرله مخې: طالبانو له دغو جنګي وسايلو څخه په قندهار ولايت کې د انتخاباتو دبهير د ګډوډولو لپاره استفاده کوله.
ديوبل خبرله مخې: يو موټر چې د وسله والوغلو له خوا د قندهار ښار د نهمې امنيتي له مربوطاتو څخه غلا شوى و، د پوليسو دځواکونوله خوا د قندهار ښار په مربوطاتوکې ترلاسه شو او خپل اصلي خاوند ته يې وسپارل شو.
دخبرځاى دخبرله مخې: تراوسه پورې د پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى.
5 1 دقیقه لوستل