فرهنګ

دپکتيکا ولايت عامه کتابتون او موزيم ته نوې ودانۍ جوړيږي .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري نن دپکتيکا له والي محمد الياس  وحدت سره دنن ،پرون اوسبا پکتيکا دسيمينار دجوړولو په باب وکتل
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې په دې کتنه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست وويل دغه وزارت هوډمن دى چې دپکتيکا  موزيم او ددغه ولايت عامه کتابتون ته نوۍ ودانۍ جوړې کړي .
په مقابل کې  دپکتيکا والي دنن ، پرون اوسبا پکتيکا دسمينيار دجوړولو او ددغه ولايت فرهنګي برخو ته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپاملرنې  له امله مننه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته