کابل / د سلواغې ۲۵ مه / باختر
د کابل په ۹ مه ناحيه کې ۵۰۰ اړمنو کورنيو سره د افغان ماشومانو لپاره د جرمني مرستې په نوم موسسې د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د جرمني مرستې په نوم د موسسې ریيس حاجي محمد عالم شهاب وايي چې په افغانستان کې له څلور لسېزو راهيسې په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي او د اسلامي امارت د واکمنېدو له پېل راهېسې یې دغه لړۍ جاري ساتلې او په راتلونکي کې به هم دغو مرستو ته دوام ورکړي.
د هغه په وينا؛ په نننيو مرستو کې ۱۸ کيلو اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۷ کيلو وريجې، ۵ کيلو بوره، ۵ کيلو لوبيا او نيمه کيلو چای پر هرې کورنۍ ووېشل شول.
په همدې حال کې د کابل د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریيس قاري عبدالمتين رحيمزي وویل چې نړېوال دې د افغانانو د ولږې په اړه ناسم تبليغات نه کوي.
د هغه په وينا؛ اسلامي امارت د ملت خدمت ته ژمن دی او د لوی الله (ج) په فضل به تر خپله وسه د ولس خدمت کوي.
رحميزي له ټولو نړيوالو او کورنيو مرستندويه ادارو څخه وغوښتل چې له افغانانو سره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي چې په هېواد کې د بې وزلو وګړو په شمېر کې کموالی رامنځته شي.
ن/ر